د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار سازمان: د پاکستان حکومت دې په سوله ییز ‌ډول د واک انتقال یقيني کړي


په لاهور کې د تحريک لبېک غړي د مظاهرې په مهال. انځور د فرورۍ پر ۱۱مه اخیستل شوی.
په لاهور کې د تحريک لبېک غړي د مظاهرې په مهال. انځور د فرورۍ پر ۱۱مه اخیستل شوی.

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رايټس واچ) پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د اتمې فرورۍ په انتخاباتو کې کامیابه شویو کاندیدانو ته دې د واک منتقلي په پرامنه توګه یقیني کړي.

دغه سازمان د فرورۍ پر ۱۳مه په خپل بیان کې ویلي د پاکستان انتخاباتي کمېشن باید زر تر زره د سرکاري نتیجو اعلان وکړي او باید سیاسي ګوندونه او ټولې ښکېلې خواوې دې د جمهوري اقدارو خیال وساتي او په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو په اړه دې په پلټنو کې مرسته وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ایشیا څانګې مرستیاله مشره پیتریسیا ګاسمین ویلي پاکستاني چارواکي دې د انتخاباتو نتیجې ومني او د واک پرامنه منتقلي دې یقینې کړي. نوموړې ویلي د پاکستان د بشري حقونو زیاتېدونکې مسله او د اقتصادي ستونزو هوارول دا مهال یو نماینده حکومت ته اړتیا لري چې په هغه هېواد کې بنیادي حقونه خوندي وساتي او د بیان ازادۍ لپاره کار وکړي.

په دغه بیان کې دا هم ویل شوې دي چې د اتمې فبرورۍ په عامو انتخاباتو کې د بیان پر ازادۍ په پراخه کچه بندیزونه لګول شوي ول. په زیاتره سیمو کې د موبایل نیټورک او انټرنیټ تړل شوی وو، د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼ مشران او پلویان نیول شوي او دوی ته خپل انتخاباتي نښه بیټ نه ده ورکړل شوې.

د هیومن رايټس واچ دا بیان په داسې مهال مخې ته راغلی چې هلته د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د انتخاباتي نتیجو خلاف د سیاسي ګوندونو لخو احتجاجونه روان دي او ځینې سیاسي مشران تور پورې کوي چې انتخاباتي نتیجې لومړی د ځنډ ښکار شوې او وروسته بدلې کړای شوې دي. خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن دغه تورونه ردوي.

بلخوا د پاکستان انتخاباتي کمېشن په هغه هېواد کې د فرورۍ پر اتمه په شويو انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه په "ټينګه" رد کړي دي. کمېشن د فرورۍ پر ۱۲مه په يوه تفصيلي خبرپاڼه کې ويلي چې پر يوشمېر ننګونو سربېره انتخاباتي کمېشن په دې وتوانېد چې پر ټاکلې نېټهپه امنيت سره انتخابات تر سره کړي.

کمېشن د انتخاباتو په نتيجو کې د بدلون تورونه رد کړي او ويلي يې چې نتيجې له دې امله ځنډنۍ شوې چې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره د امنيتي ادارو پر سپارښتنه د کورنيو چارو وزارت د موبايل ټېلېفون شبکې بندې کړې وې. د کمېشن په وينا، پر هغه سربېره د روان کال د عامو انتخاباتو نتيجې د ۲۰۱۸ کال د عامو انتخاباتو پرتله ژر ترتيب شوي دي.

انتخاباتي کمېشن دا بيان تر هغه وروسته خپور کړی چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په ځينو نورو سيمو کې هم په انتخاباتو کې د ټګۍ او نتيجو بدلولو پرضد احتجاجونه روان دي. کمېشن په خبرپاڼه کې زياته کړې چې که څوک د انتخاباتو په اړه شکايتونه لري نو هغوی يې له انتخاباتي کمېشن سره جمع کولی شي او کمېشن به د هغه د ازالې لپاره اقدام کوي.

XS
SM
MD
LG