د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي په روان کال کې به نيم مېليون نور افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي


د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې انځور: افغانان له پاکستانه افغانستان ته رون دي
د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې انځور: افغانان له پاکستانه افغانستان ته رون دي

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په روان کال کې به نېږدې نیم مېلیون افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې به شاوخوا ۴۸۳،۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شي چې په سلو کې ۹۸ به یې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستيو مياشتو کې شاوخوا ۵ لاکه افغانان د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان د حکومت د نوې پالیسۍ پر اساس په جبري ډول خپل هېواد ته واستول شول. د اوچا بیان زیاتوي چې اوس مهال ۶۳ لاکه افغان وګړي د اوږدمهال لپاره بېځایه شوي چې په هغوی کې ډېرو یوه لسیزه مخکې خپل کورونه پرېښي دي.

د ملګرو شمېرو له مخې، افغانستان د بېځایه شویو خلکو د شمېر له پلوه په جنوبي اسیا کې لومړی او په ټوله نړۍ کې دویم ځای لري.

په همدې حال کې نړيوالو مرستندویه ادارو ويلي چې له پاکستانه د ایستل شويو افغان کډوالو له نیمایي زیاته برخه له تیاره برخلیک سره مخامخ ده. د ژغورنې نړیوالې کمېټې له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو د پیل د سلمې ورځې په پار، د فرروۍ پر نهمه، پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې دا خبرداری ورکړی دی.

کمېټې دا یادونه هم کړې وه چې هغه افغان وګړي چې د ځانګړو ویزو د پروګرامونو له لارې له خپلو کورنیو سره د بیا یوځای کېدو لپاره امریکا ته د تلو هڅه کوي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دغه کمېټه د تورخم دروازې په څېر په ځینو سیمو کې له افغان کډوالو سره د مرستې پروګرامونه لري. همداراز د دې ادارې ۲۸ دفترونه په امریکا کې له خپلو کورنیو سره د افغانانو د بیا یوځای کېدو په برخه کې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر د لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده کډوالو، چې زياتره يې افغان دي، د ایستلو لړۍ پيل کړې ده. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي وایي چې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لاکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي. د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لاکه دی.

XS
SM
MD
LG