د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خبريالان له امنیتي او مالي ستونزو سره مخامخ دي"


د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې داسې مهال د رسنیو له نړیوالې ورځې لمانځنه کېږی چې تېره اونۍ په څو جلا پېښو او چاودنو کې د رسنيو د ۱۰ کارکوونکو د وژل کېدو له امله د خبریالانو په منځ کې د دوی د ځاني خوندیتوب په باب اندېښنې ډېرې شوې دي.

د لوګر ولايت یو خبریال خان ولي احمدزی مشال راډیو ته وايي، چې رسنیو په تېرو ۱۷ کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو بیا هم د ټول هېواد د رسنیو کارکوونکي او په ځانګړي ډول د سویل ختیز زون خبریالان له ډول-ډول ستونزو سره مخامخ دي.

ده په دې اړه امنیتي مشکلات، مالوماتو ته پر وخت نه لاسرسۍ او خبریالانو ته د ورپېښو ګواښونو یادونه وکړه.

د ښاغلي احمدزي په وینا لوګر کې رسنۍ له اقتصادي پلوه هم کمزورې دي، ځینو رسنیو خپل فعالیتونه درولي او خبریالانو يې رسنیز ډګر پرې ایښی دی.

په لوګر کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول نورالله ستانکزی هم د ورته ستونزو او ګواښونو خبره کوي او زیاتوي، چې تېر کال په یاد ولایت کې د یوې رسنۍ مسوول ووژل شو او په تعقیب يې یوه راډیو د اقتصادي ستونزو له کبله وتړل شوه.

ده وویل، د جګړې د بیلابیلو خواوو څخه خبریالانو ته ګواښونه متوجه دي، نو افغان حکومت دې د خبریالانو او رسنیو امنیتي خوندیتوب ته خپله پاملرنه تر پخوا ډېره کړي.

په خوست کې ازاد خبریال رفیع الله زیار مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزو یادونه کوي او وايي، چې حکومتي ادارې او پوځي ارګانونه د خپلو بریاوو د انعکاس له پاره رسنۍ په بیړه ورغواړي، خو د پيښې په وخت کې خبریالانو سره لازم کمک نه کوي.

په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پيښو او هدفي وژنو چې یو شمېر قربانیان يې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ول، په ملي او نړیواله کچه غبرګونه راوپارول.

یوازې د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل او خوست کې د ازادۍ راډیو د درېیو خبریالانو په ګډون لس د رسنیو کارکوونکي ووژل شول او ځینې هم ټپیان شول.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کارکوونکی یوسف ملاتړ وايي، چې د بیان ازادي په نړیوالو میثاقونو او د افغانستان په موضوعه قوانینو کې د وګړو د اساسي حق په توګه تسجیل شوې ده.

دی زیاتوي افغان حکومت قانوني مکلفیت لري، چې د بیان له ازادۍ او خبریالانو ساتنه او حمایت وکړي.

د چارو کتونکي هم رسنۍ د سیمې او نړۍ له حالاتو د خلکو د خبرونې په برخه کې مهمې بولي.

د نظر خاوند عزیزالله ځلاند وايي، رسنۍ په اوس وخت کې د خلکو د شعور د ویښولو په مکتب بدلې شوې دي.

یاده دې وي دا مهال د سویل ختزیو ولایتونو څخه یوازې په خوست کې څلور سیمه ییز تلویزیونونه، نهه سیمه ییزې راډیوګانې او ځینې مهالنۍ چاپي رسنۍ خپرونې لري.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د کالاشیانو څلور کلي او څلور اختره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:52 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG