د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (له فې خان سره مرکه)




د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ په خپرونه کې له ځوان سندرغاړي فې خان سره خبرې شوې دي.

فې خان وايي، اصلي نوم یې فیصل جاوېد خان درانی دی او اصلاً د کندهار دی.

دی وايي، د پېښور د خیبر په طبي پوهنتون کې یې زده کړې کړې دي.

د فې خان په خبره، ده له غربي موسیقۍ سره د پښتو شاعرۍ ویلو تجربې کولې.

دی وايي، که نوي سندرغاړي د موسیقۍ زده کړې وکړي نو د پښتنو موسیقي پرمختګ کوي.

له فې خان سره نورې خبرې او د ده سندرې په دې خپرونه کې اورېدای شئ.

د سندرو امېل خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG