د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (سردار یوسفزی او د هغه هنر)




د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست

په دې خپرونه کې به واورئ چې د پښتونخوا د ملاکنډ سیمې سندر غاړي په څه ډول د پښتو ژبې او هنر خدمت کوي.

په دې سندر غاړو کې یو سردار یوسفزی دی چې په خپرونه کې ورسره خبرې شوې دي.

دی وايي، له موسیقۍ سره یې له پخوا مینه وه. کله به یې د سیند تر غاړې او کله هم د غرونو په څوکو له ملګرو سره سندرې ویلې.

یوسفزی وايي، لومړی یې سېتار زده کړی وو. تر هغې وروسته یې بیا هارمونیم زده کړ.

سردار یوسفزی وايي، پر دې سربېره چې سیمه ترهګرۍ ځپلې ده خو بیا هم خلک موسیقي اوري، او پروګرامونه کېږي خو هسې نه دي لکه پخوا چې ول.

دی وايي، یوه خبره به مشال راډیو ته وکړي چې بل چا ته یې نه ده کړې. د ده په خبره، نن هم ورته له بېلا بېلو خواو ګواښونه ورکول کېږي چې موسیقي دې پرېږدي.

د سردار یوسفزي نورې خبرې په دې خپرونه کې واورئ.

د سندرو امېل خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG