د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د پښتو موسیقۍ نوې ډلې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې وروستیو کالونو کې د پښتونخوا د لوړو زده کړو په یو شمېر ادارو کې محصلین یا زده کوونکي د بېلا بېلو فنونو په ډګر کې خپل استعدادونه ښيي.

په دې فنونو کې یو هم د موسیقۍ هغه دی. پېښور مېشتو ځوانانو په دې تېرو څو کالونو کې یې د موسیقۍ ډلې یا بینډونه جوړ کړي دي.

دوی وايي، په مسلکي ډول یې موسیقي نه ده زده کړې بلکې د کمپیوټر په وسیله نوي طرزونه او سندرې جوړوي.

په دې سندرغاړو کې ځینې ریپ (Rap) موسیقۍ غږوي (ږغوي)، او ځینې یې بیا د پښتو له شاعرۍ سره انګلېسي شاعري هم وايي.

د پښتو دا نوي سندرغاړي او ډلې یې په خپلو سندرو کې د غربي موسیقۍ الات هم کاروي.

د خماریان په نوم د موسیقې یوې ډلې سندرغاړی او ګېټار غږوونکی (ږغوونکی) عامر شفیق وايي، د دوی هدف نړۍ ته د پښتنو سوله خوښه څهره ښودل دي.

یو بل سندرغاړی، مصطفا چې د ریپ سندرغاړی دی، دعوه کوي چې په لومړي ځل یې ریپ سندره په پښتو ویلې ده.

د اسد او جمشېد په نوم د یوې ډلې غړی جمشېد وايي، د پښتو په یوه سندره یې کار پیل کړی دی.

له دې نویو سندر غاړو د کار په اړه دا ځل د سندرو امېل خپرونه جوړه کړل شوې ده.

په خپرونه کې د دې سندرغاړو د سندرو بېلګې هم در خپروو.

دا چې د موسیقۍ کار پوهان په دې اړه څه وايي؟ پوښتنه یې په خپرونه کې واورئ.

خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG