د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د پښتونخوا کلچرل ډایرېکټورېټ)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د خیبر پښتونخوا حکومت په دې وروستیو کې د فرهنګ ریاست (کلچرل ډایرېکټورېټ) په نوم یوه اداره جوړه کړې ده چې په سیمه کې د کلتوري پراختیا او رغاونې له پاره هلې ځلې کوي.

د دې حکومتي ادارې مشر پروېز ثبت خېل مشال راډیو ته وویل، دا اداره خو کالونه مخکې جوړه شوې وه خپل سم کار دوی له یوه کال راهیسې پیل کړی دی.

دی وايي، په روان کال کې دوی ډېرې مېلې کړې دي.

د ده په خبره، دوی کلتوري پالیسي جوړولو له پاره هم کار کوي او دا تګلاره به د صوبې د نومیالیو شاعرانو او ادیبانو په مرسته جوړوي.

پروېز ثبت خېل په دې خپرونه کې د خبرو پر وخت وویل چې دوی په روان کال کې د ۲۶ لاکو روپیو کتابونه چاپ کړي دي. ده وویل، د دې کتابونو د چاپ پرېکړه یوه کمېټي کوي چې یو غړی یې ډاکتر اعظم اعظم هم دی (یادګېرنه: مرکه ورځې مخکې شوې وه، هغه وخت ډاکتر اعظم اعظم ژوندی وو.)

د سندرو امېل په خپرونه کې سندرې هم لرو.

خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

د سندرو امېل تاسې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG