په خوست کې د کاري فرصتونو د موندنو په خاطر ځوانانو لپاره د مهارتونو د لوړولو یو ورځنۍ سیمنار جوړ شوی وو. د سیمنار منتظمین وايي چې د دې برنامې موخې اقتصادي پرمختګ، د بې وزلۍ د کچې ټیټول، بهر ته د ځوانانو د تيښتې مخنیوی او د هغو لخوا د هېواد ځان بسیاینې لپاره د اقتصادي طرحو او نوښتونو وړاندې کول دي.