د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست

په پاکستان او سيمه کې له اوږدې مودې راهيسې د ترهګرۍ، تشدد او سختدريځۍ يا تندلاريتوب څپو ناارامۍ او شخړو ته لاره هواره کړې ده. په دا تېرو څو کلونو کې د سختدريځۍ مفکورې د تشدد بڼه خپله کړې چې په پايله کې يې په زرګونه کسان په بېلا بېلو نومونو وژل شوي دي. د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه ((ټولنه او سختدريځي)) کې د تندلاريتوب پر ريښو او لاملونو او پر ټولنې د دې پديدې پر اغېز بحث شوی دی.

دا خپرونه هره شنبه يا خالي د ماځيګر پر ۴:۱۵ بجې (کابل) او ۴:۴۵ (پېښور) او په تکراري ډول هره يکشنبه يا اتوار د ماسپښين پر ۱۵:۱ بجې (کابل) او ۱:۴۵ (پېښور) اورېدلای شئ.

د خپرونې کوربه احمد شاه اعظمي دی.

XS
SM
MD
LG