دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې په کې تر خبرونو وروسته رپورټونه، له خبریالانو خبرونه او رپورټونه او سندرې در خپروو.
په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې او تبصرې اورېدای شﺉ. د خپرونې په وروستیو پینځلسو دقیقو یا منټو کې یوه ځانګړې خپرونه خپرېږي. د شنبې یا د خالي په ورځ اوونیزه ادبي خپرونه د باختر ستوري اورېدای شﺉ.
په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته له اورېدونکیو سره په ژوندۍ بڼه خبرې کېږي، د هغوی پیغامونه خپرېږي او د هغوی د سندرو فرمایشونه پوره کول کېږي.
د مشال راډیو د نهه ساعته خپرونو لومړۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، رسنیو ته کتنې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.
د مشال راډیو لومړۍ ماسپښينۍ خپرونه. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې، مرکې خپرېږي. د شنبې یا د خالي په ورځ دوه ځانګړې خپرونې درخپروو. لومړی د نړۍ رنګونه او بیا مېډیا او ځوانان خپرونه خپرېږي.
د مشال راډیو دویمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. د شنبې یا د خالي په ورځ د مشال په نوم خپرونه د هوا څپو ته ځي. تر دې وروسته بیا اوونیزه خپرونه روغتیا او درملنه په تکراري ډول خپرېږي.
د مشال راډیو درېیمه یو ساعته ماسپښینۍ خپرونه. تر خبرونو وروسته، رپورټونه او شننې خپرېږي. د شنبې یا د خالي په ورځ لومړی اوونیزه خپرونه سروې او وروسته جمهوریت بیا خپرېږي.
د مشال راډیو مازیګرنۍ خپرونه. د خپرونې پیل له خبرونو کېږي، بیا ورپسې رپورټونه خپرېږي. تر دې وروسته د نویو سندرو خپرونه، نوي خیالونه، نوي سازونه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د مشال راډیو د نهه ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، رسنیو ته کتنې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.