دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې په کې تر خبرونو وروسته درته په بېلا بېلو اخبارونو کې د راغلیو مهمو خبرونو لنډیز وړاندې کېږي. تر دې وروسته بیا د مشال راډیو خبریالان له بېلا بېلو سیمو د مهمو پېښو او خبرونو تفصیل در کوي.
په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې او تبصرې اورېدای شﺉ. د خپرونې په وروستیو پینځلسو دقیقو یا منټو کې یوه ځانګړې خپرونه خپرېږي. د دوشنبې یا د ګل په ورځ اوونیزه خپرونه ستونزې او سرکار اورېدای شﺉ.
په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته له اورېدونکیو سره په ژوندۍ بڼه خبرې کېږي، د هغوی پیغامونه خپرېږي او د هغوی د سندرو فرمایشونه پوره کول کېږي.
د مشال راډیو د نهه ساعته خپرونو لومړۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، رسنیو ته کتنې، د نن بازار، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.
د مشال راډیو لومړۍ ماسپښينۍ خپرونه. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې، مرکې او رسنیو ته کتنې خپرېږي. د خپرونې په وروستیو پینځلسو دقیقو یا منټو کې اوونیزه خپرونه خپرېږي. د دوشنبې یا ګل په ورځ اوونیزه خپرونه د مشال مرکه خپرېږي.
د مشال راډیو دویمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. د دوشنبې یا د ګل په ورځ ادبي، کلتوري او ټولنیزه خپرونه تاتره په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د مشال راډیو درېیمه یو ساعته ماسپښینۍ خپرونه. تر خبرونو وروسته، رپورټونه، شننې، او رسنیو ته کتنې خپرېږي. د دوشنبې یا د ګل په ورځ بیا اوونیزه خپرونه په ما څه تېر شو وطنه د هوا څپو ته ځي.
د مشال راډیو مازیګرنۍ خپرونه. د خپرونې پیل له خبرونو کېږي، بیا ورپسې رپورټونه خپرېږي. د دوشنبې یا د ګل په ورځ اوونیزه خپرونه زما کور، زما کلی خپرېږي.
د مشال راډیو د نهه ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، رسنیو ته کتنې، د نن بازار، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.