دخپرونوجدول
۰۹:۰۰ - ۱۰:۰۰
سلام پښتونخوا
دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې په کې تر خبرونو وروسته درته په بېلا بېلو اخبارونو کې د راغلیو مهمو خبرونو لنډیز وړاندې کېږي. تر دې وروسته بیا د مشال راډیو خبریالان له بېلا بېلو سیمو د مهمو پېښو او خبرونو تفصیل در کوي، او بیا له اورېدونکیو سره د ټېلي فون له لارې په ژوندۍ بڼې خبرې کېږي. سلام پښتونخوا اورېدل مه هېروﺉ.
۱۴:۰۰ - ۱۵:۰۰
ماسپښينۍ خپرونه ۲
د مشال راډیو دویمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د اورېدونکیو د پیغامونو خپرونه د مشال په نوم خپرېږي. تر د نیمې ګړۍ خبري سرټکو وروسته د روغتیا په اړه ژوندۍ خپرونه روغتیا او درملنه خپرېږي چې په کې یو ډاکتر د یوې ځانګړې ناروغۍ په اړه د خلکو پوښتنو ته د ټیلي فون له لارې ځواب وايي.