نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.
په پاکستان کې دا مهال د سرو زرو د یوې تولې بیه نېږدې ۵۵۰،۰۰۰ روپۍ ته رسېدلې ده. د اقتصادي چارو پوهان وايي که د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې روان سیاسي او اقتصادي کړکېچونه او شخړې پای ته ورسېږي، نو امکان شته چې د سرو زرو بیه یو څه کمې شي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د سیند های کورټ د حیدراباد څانګې پر جسټس ارباب علي او جسټس ریاضت علي ساحر مشتملې دوه کسیزې جرګګۍ د مارچ پر ۱۰مه د علي وزیر پر درخواست اورېدنه وکړه او د هغه د وکیل د دلایلو تر اورېدو وروسته یې د علي وزیر ضمانت منظور کړ او د هغه د خوشې کېدو امر یې وکړ.
په کراچۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند ،عوامي نيشنل ګوند مشران، وکيلان او د بشري حقونو فعالان وايي چې پولیس دا پښتانه تر نیولو وروسته تر څو ورځو په تاڼو او ځانګړو کيمپونو کې ساتل کېږي.
ښځې وايي هغه سکوټرونه به یې ژوند اسانه کړي
کراچۍ کې ښځو د لاريون په کولو سره بنيادي بشري حقونه وغوښتل
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر وکیل وايي، د سیند های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د مارچ پر ۱۰مه ځینو مهمو اړونده چارواکو ته په عدالت کې د حاضرېدو امر کړی دی.
د پاکستان په کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ مخې ته په احتجاج کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي دي. دا مظاهرې له هغه وروسته شوي چې د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د روانو بریدونو په ترڅ کې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د وژنې پخلی وشو.
د روژې له راتګ سره د کراچۍ د خورما (کجورو) په بازار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. د لي مارکېټ له بازاره نه یوازې د ښار اوسېدونکي خورما اخلي، بلکې ورڅخه د پاکستان نورو برخو ته هم لېږدول کېږي. پېرودونکي یا ګاهکان وايي، سږ کال د خورما بیې لوړې دي. ویډیويي رپورټ.
د سیند حکومت په کراچۍ کې د یوې درې منزله ودانۍ نړېدو پېښې د پلټنو لپاره کمېټي جوړه کړې چې په اووه ورځو کې به خپل راپور وړاندې کوي. چارواکي وايي، د فبرورۍ پر ۱۹مه سهار وختي د ګیس جمع کېدو له کبله چاودنې درې منزله وداني ونړوله. ویډیويي رپورټ.
د عوامي نیشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان یو ځل بیا د پاکستان او خیبر پښتونخوا پر حکومتونو او امنیتي چارواکو غږ کړی چې په تیرا کې دې د عملیاتو له پرېکړې په شا شي. د پاکستان او خیبر پښتونخوا لا د اېمل ولي خان د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.
د کراچۍ په صدر سیمه کې په یوه کاروباري پلازه کې د اورلګېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۲ ټپیان شوي دي۔ چارواکي وېره لري چې ښايي ځینې نور کسان لا هم په ودانۍ کې بند پاتې وي. کاروباریان وايي چې شاوخوا ۱،۲۰۰ دوکانونه بشپړه سوځېدلي دي. نور حال د نیاز علي خان په ويډیو
د پاکستان د هندوانو شورا (پاکستان هندو کونسل) د پخوا په څېر سږ کال هم په کراچۍ کې د ۷۵ هندوو جوړو ډله ییز ودونه کړي دي. د جنورۍ پر ۱۱مه واده ته ګڼ خلک ورغلي ول. د هندو کونسل مشران وايي، له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې هر کال د بې وزله هندوانو د ودونو ټول لګښت پرې کوي او د اجتماعي واده غونډه جوړوي.
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) وايي، پر خنډونو سربېره یې د خپل بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې احتجاجي جلسه کړې ده. ټاکل شوې وه چې د ګوند مخکښ مشران او پلویان د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح د مزار په باغ کې غونډه وکړي خو پولیسو هغه ځای ته تلونکې لارې تړلې وې.
په کراچۍ کې د ځغل یا مېرتن رېس سیالۍ ترسره شوې دي چې پکې زرګونه کسانو ګډون وکړ. د دې سیالۍ موخه د خلکو د ژوند، جسماني فعالیت او روغتیا په اړه پوهاوی زیاتول وو. په دې سیالۍ کې د ښځو د پام وړ ګډون د دې سيالۍ یوه مهمه برخه وه.
په پاکستان کې د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي ملي ادارې یو چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۳مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا کسان یې د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه د کراچۍ ښار په ډیفينس سیمه کې نیولي دي.
پاکستان کې په تيره يوه لسيزه کې د څارويو د څرمنو کاروبار کم شوی دی. کاروبار کوونکي يې وايي چې په مارکيټ کې د چينايي مصنوعاتو زياتوالي او د څرمنو او له څرمنو څخه د جوړو شيانو د صادراتو کموالي پر دې کاروبار اغېز کړی دی.
اېس اېس پي انور کهیتران دعوه کړې ده چې پولیسو او رېنجر ځواکونو سمدستي په ګډه عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې له ۱۹ تښتول شویو کسانو څخه ۱۰ یې راخوشې کړل خو د پاتې نهو کسانو لا هم درک نشته.
د پاکستان د سېند صوبې په کراچۍ ښار، د پنجاب په ګڼو ښارونو او د هېواد په ځینو نورو برخو کې د مال لېږدوونکیو ټرانسپورټرانو د اتحادیې احتجاج د ډېسېمبر پر ۱۳مه هم دوام لري.
نور وښیئ