نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
دي. دوی وویل چې د ژمي په رخصتیو کې داسې پروګرامونه ګټور دي. دوی له نور ادارو هم وغوښتل چې ځوانانو ته د رزونې وړ شرایط برابر کړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپورټ کې وګورئ
په خوست کې د سعودي حکومت د يو خيريه بنسټ لخوا پر ۱،۰۰۰ کورنیو د خوراکي توکو د مرستو کڅوړې وېشل کیږي. په دغو مرستو کې د کورنیو اړین خوراکي شیان لکه اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او نور توکي شامل دي.
قبایلي مشرانو په خپلو ویناوو کې وویل چې رسنیو د داسې روغو جوړو په ښه پوښښ سره نور خلک هم سولې کولو ته هڅو
د افغانستان په خوست کې د فبرورۍ پر ۱۳مه د کرکټ غرغښت پریمیر لیګ پنځم پړاو لوبې د زرګونو ننداره چیانو په شتون کې پای ته ورسیدې. یادو لوبو کې لسو ځايي لوبډلو برخه اخیستې وه چې لومړی اتلي يې نیازي ټایګرز او دویم مقام يې ځوان زلمي لوبډلې په خپل نوم کړ. نور حال د نجیب الله الوخېل په راپور کې وګورئ
په خوست کې د اونۍ په وروستیو درو ورځو کې په بېلابېلو سیمو کې د خوراکي توکیو، موټرو او د ژوند له ضرورتونو سره د تړلو شیانو مېلې جوړېږي. خلک هغه مېلې ډېرې ښه بولي او وايي چې پکې د بازار پرتله په ارزانه بیه سودا کولای شي. په دې اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان په خوست کې د فبرورۍ پر اتمه داسې زر ځوانانو د کار وسایل ورکړل شول چې د کسبونو شپږ میاشتنۍ دوره یې بشپړه کړې ده. دا پروګرام د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د نږدې دوه لکه ډالرو په لګښت پلې شوی دی.
له پاکستانه ستنو شويو ۱۲۰۰ کورنيوو سره مرستې
د فبرورۍ له دویمې څخه د خوست په ګډون د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن روان دی. د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د طالبانو د حکومت روغتیايي او نورو چارواکو په خوست کې څلور ورځنی کیمپېن پرانیست. په کیمپېن کې د خوست شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ ماشومان واکسینېږي. ویډيويي رپورټ.
د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د یوې نوي یتیمخانې ډبره د جنورۍ پر ۲۹مه کېښودل شوه او تمه کېږي چې په څو میاشتو کې دننه به جوړه شي.
د افغانستان د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د قومي مخورو په هلو ځلو او مينځګړتوب د دوو کورنیو تر مينځ ۱۱ کلنه "دښمني" په "دوستۍ" بدله شوې ده. د يادې دښمنۍ پر مهال دواړو لوريو ته پکې ځاني او مالي زيانونه اوښتي ول.
په پکتیا کې د یو ښوونځي زدکوونکو په مصنوعي زیرکتیا (ځیرکتیا هم لیکل کېږي) او نورې ټېکنالوژۍ چلېدونکي شیان جوړ کړي. زدکوونکو خپل جوړ کړي شیان د جنورۍ پر ۱۷مه له ۱۲م ټولګي څخه د شاګردانو فراغت غونډې پر مهال نندارې ته وړاندې کړل. ویډيويي رپورټ.
د جنورۍ پر ۱۶مه په خوست کې د فوټبال هغه سیالۍ چې د ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب په یاد کې جوړې شوې وې، د متون چیغۍ کلي غورځنګ کلب په بریا پای ته ورسېدې.
د افغانستان په خوست ولايت کې د جنورۍ پر اتمه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) په مالي ملاتړ د ۴۳ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۱۷ پرمختیايي پروژو کارونه پیل شول.
په خوست کې ۲۸۰ هغه ممتاز زده کوونکي ستايل شوي چې له ښوونځیو په لوړو نمرو فارغ شوي او یا يې راتلونکو ټولګیو ته ارتقا کړې ده. د جنورۍ پر اتمه د شوې دستورې منتظمینو د دې کار موخه زدکړو او درسونو کې لا ډېر زيار ته د ځوانانو هڅول او تشویقول یاد کړل.
د خوست د کرکټ په ملي لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ بورډ په چوکاټ کې د وزیر محمد اکبر لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیل شوې دي. د جنورۍ پر پينځمه په پیل شويو دغو سیالیو کې ټولې ۱۲ لوبډلې برخه لري، چې شپږ يې په خوست او شپږ نورې يې په ننګرهار کې په خپلو کې لوبېږي.
هغوی ته نوی کور د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز د خیریه بنسټ په مالي لګښت جوړ شوی دی. د زیانمنې کورنۍ یوازیني پاتې کس نور اسلم مشال راډیو ته وویل، د کور له ویجاړیدو وروسته په خیمه کې اوسېدی او په خپله یې د کور جوړولو وس نه درلود.
د خوست ځوانان د لوبو ميدانونه غواړي
په خوست کې ولایتي لوبډلې د هاکي سږنۍ اتلولي ګټلې ده. د خوست اداري کمپلېکس په سپورټي جېمانزیوم کې د هاکي په سیالیو کې اته ځايي لوبډلو ګډون وکړ. منتظمین وايي، د سیالیو موخه هاکي ته د ځوانانو هڅول او د ورزشکارانو ترمینځ همغږي پیدا کول ول. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
دوی له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د دې ولایت ټول مسلکي انسټیټیونه د اوس وخت پر ټکنالوژۍ، وسایلو او امکاناتو سمبال کړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په راپور کې
نور وښیئ