منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.
د افغانستان د پلازمېنې کابل په شهر نو کې پر هغه مېلمستون برید شوی دی چې اکثر پکې چینايي کاروباریان پاتې کېږي. د طالبانو حکومت د ډېسېمبر ۱۲مې پېښه تایید کړې ده خو نور معلومات یې نه دي ورکړي. پر ټولنیزو شبکو یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې ښکاري چې تر برید لاندې د هوټل په ودانۍ کې اور لګېدلی دی.
د چمن او سپین بولدک له دروازې سره نېږدې د پاکستان او د افغان طالب ځواکونو ترمینځ په نښته کې دواړو لوریو ته د وژل شویو شمېر نهه ته رسېدلی دی. پاکستاني چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر ۱۱مه په نښته کې هغې خوا ته اته کسان وژل شوي او ۲۱ ژوبل دي. په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکي
په افغانستان کې له څه باندې يو کال راهیسې د نجونو تر شپږم ټولګي ښوونځي تړل شوي خو د هغه هېواد د نورو برخو په څېر په کابل کې هم د ډېسېمبر پر څلورمه يوشمېر نجونو له ۱۲م ټولګي څخه د فراغت په ازموينه کې برخه واخیسته. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په هند کې یو ۳۰ کلن ځوان په غیر مستنده ډاکترانو د ویښتو لګولو له وجې مړ شوی دی. په هغه هېواد کې په وروستیو کلونو کې زیاتره ځوانانو د ویښتو لګولو یا کرلو ته مخه کړې ده. هلته د هند د ویښتو لګولو جراحانو ټولنه وايي، په هغه هېواد کې زیاتره مرکزونه غیر معیاري دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د افغانستان او پاکستان د ځینو سیمو په څېر د عراق له موصل ښار سره نېزدې "حمام العلیل" سیمه کې هم ګرمې چینې شته چې پکې لامبل خلک د رنځونو لپاره شفا بولي. له همدې کبله هغې ټولې سیمې ته د حمام العلیل (د ناروغانو د لامبلو ځای) نوم .ورکړل شوی دی. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور وګورئ
په کابل کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون شوی چې د ليدو لپاره يې نه یوازې ګڼې مېرمنې ورغلي بلکې خپلې هټۍ يې هم لګولې دي. طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر ښځو یوشمېر بنديزونه لګولي خو په دې نندارتون کې د ښځو ګډون هيله ورکوونکی ګڼل کېږي. ویډیويي رپورټ.
ترکيه په شام کې د کرد ځواکونو پر ضد جګړې لپاره شامي جنګیالي روزي او غواړي چې په ترکيه کې د کرد وسلوالو د بریدونو د مخنیوي لپاره په شام کې تر ۳۰ کلومیټره دننه یوه "خوندي سيمه" رامينځ ته کړي خو د " شام جمهوري ځواک " چې د کردانو پوځ ګڼل کېږي، په شام کې د ترکيې د کاروايي پرضد جنګېږي.
محمود خان اڅکزي په ياده جلسه کې د پښتنو پر خاوره اوږدو جنګونو او ناامنيو ته په اشارې ویلي ول چې پښتانه د نورو جنګونو توان نه لري او نوموړی به پښتانه له "بدۍ" خلاصوي. په همدې تناظر کې نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې وه چې که چا "په خښم (غصه) کړ" نو ځان ته به "د طالبانو وزيرخارجه " هم ووايي.
شوکت یوسفزي دا هم وویل چې د ده د معلوماتو له مخې، د دې کان کېندونکيو تښتونکي د سکرو د کانونو له کمپنیو قلنګ غواړي.
د هند په تامل ناډو ایالت کې د لسګونه معذورانو ډله ییز ودونه شوي دي. د واده انتظام یوې خیریه ټولنې کړی وو. په هند کې له یوشمېر لسیزو راهیسې د بېوزله نجونو او هلکانو د اجتماعي ودونو سلسله پراخه شوې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د افغانستان او پاکستان په څېر په مصر کې هم کوچیان شته دي چې غواګانې ساتي او کله په یو ځای او کله په بل ځای کې ژوند تېروي. د دوی ژوند ساده ښکاري، خو اسانه نه دی او د تعلیم او روغتیا له حقونو او اسانتیاوو بې برخې دي. خو مصري کوچیان خپل دودیز ژوند پرېښودو ته تیار نه دي.
اوکراین د توغندي ورولو تور پر روسیې پورې کړی خو مسکو دا خبره رد کړې چې ګواکې توغندي یې د پولینډ پر خاوره پرېوتي او ویلي یې دي چې دا ډول راپورونه "د وضعیت د لا خرابولو لپاره په لوی لاس" د "پارونې" معنا لري.
په متحده عربي اماراتو کې د ښځو لپاره ځانګړې د اوښانو د ځغل شپږ میاشتنۍ سیالي پیل شوې ده چې پکې اته ښځې برخه اخلي او تر ۱۱۰۰ میټره به خپل اوښان ځغلوي. په دې هکله نور حال په دې رپورټ کې چې منورشاه د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت افغان مېرمنې تفریحي پارکونو ته له ورتګه منع کړي دي. تر دې وړاندې طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو او سړیو د ورتګ لپاره بېلې ورځې ټاکلې وې. ياد وزارت د دې بنديز لامل ښځو ته د مناسب چاپېریال نه شتون یاد کړی دی.
د برازیل په امازون سیند کې شاوخوا ۲۰ کاله مخکې د پیراروکو په نوم د یوه ماهي نسل په ختمېدو وو خو حکومت د نړیوالو ادارو او ځايي خلکو په همکارۍ د هغه کب پر ښکار بندیز ولګاوه. اوس حکومت کب نیوونکو ته اجازه ورکړې چې په محدود شمېر کې دې ماهیان ونیسي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په مېکسيکو کې پوليسو د یهودانو د یوې سختدریځه فرقې "لېف طهور" يوشمېر غړي په یو حفاظتي مرکز کې اچول شوي دي. هغې فرقې ته د نجونو او ښځو په اړه د سختو محدودیتونو له کبله "یهودي طالبان" هم ویل کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د جماعت اسلامي د سېنېټر مشتاق احمد خان تر نیوکو وروسته په هغه هېواد کې د نرښځیو د حقونو پر قانون تاوده بحثونه پیل شوي دي.
د افغانستان په هيلمند ولایت کې طالب چارواکو ۱۵ پخوانۍ ښځینه پولیس والا بېرته په دندو ګمارلي دي. تر ۲۰۲۰م کال د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د کورنیو چارو په وزارت کې خوا او شا ۴۰۰۰ ښځینه پولیسو کار کاوه. تفصیل د اسوشيېټېډ پریس اژانس په دې رپورټ کې
د جرمني په باوېریا ایالت کې هر کال په اوړي کې د یوشمېر کمپنیو یا شرکتونو کارکوونکي د خلکو غواګانې غرونو ته لېږدوي، تر سېپټېمبر پورې یې هلته څروي او په بدل کې یې له مالکانو پیسې اخلي. د مني د پیلېدو په ورځو کې د مالونو ستنولو پر وخت دودیزه مېله هم جوړېږي چې ورته ګڼ خلک ورځي.
د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي ادارو لا د لټون عملیاتو رسمي اعلان نه دی کړی. د پاکستان حکومت په تېره مې مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان سره د نامعلوم وخت لپاره اوربند وکړ.
نور وښیئ