ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي.
خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې د مېوو او سبزي منډیۍ کاروباریان وايي د سېپټېمبر له پیله د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو د جبري اخراج حکومتي پرېکړې اندېښمن کړي
د سراج او فریدون په نومونو د پولیسو سرتېري د ترهګرۍ ضد د پولیسو د ادارې (کاونټر ټیرېرېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) او د کوهاټ د پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي.
د اورکزو د بېلابېلو سیمو مشرانو د یوې جرګې پر مهال وویل، حکومت ته د پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي او نه هم کډو کولو ته تیار دي.
د پاکستان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو (کویلې) او نورو معدنیاتو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، په کانونو کې د هوا یا باد ازاد تګ راتګ د مناسب انتظام نه کول، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.
د جولای په ۲۵مه په ډبوري سیمه کې د کورمې د ټولو قامونو مشرانو، سیاسي او مدني فعالانو او ځوانانو د امن لپاره جرګه وکړه. په دې موقع مشرانو وویل، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې ولس د پوځ او طالبانو ترمینځ په جګړه کې زیانونه ویني.
د خیبر پښتونخوا د کواټ اوسېدونکو د سورګلو سیمې د دوو اېف سي سرتېرو د تښتونې او وژنې پرضد احتجاجي لاریون کړی دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، د جولای پر څلورمه وسلوالو په لکي مروتو کې د اېف سي ځواک درې سرتېري وتښتول چې ورڅخه یې دوه د کواټ اوسېدونکي ول. ویډيويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ضلعې اوسېدونکي وايي چې حکومت دې ورته څه باندې یوه نیمه لسیزه مخکې د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو تاوان ورکړي. ویډیويي رپورټ.
ډاکټرانو مشال راډیو ته ویلي چې له تېرو اته میاشتو راهیسې ورته تنخا نه ده ورکړل شوې، ځکه یې د او پي ډي د مریضانو درملنه بنده کړې. دوی خبرداری ورکړی چې که غوښتنه یې ونه منل شي، نو د اېمرجنسي درملنې نه به هم لاس واخلي.
د خېبر پښتونخوا په کرک کې ځايي خلکو د امن لپاره لاریون او احتجاج کړی دی. د خټک اتحاد نومي تنظيم تر سېوري لاندې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو غړو او ځايي ولس د فبرورۍ پر ۱۶مه راټول شوی وو او د امن غوښتنه یې کوله.
پر دې مهال د يادې ضلعې د قامي او صوبايي اسمبلۍ غړو او د زیاتره ګوندونو ځايي استازو ویناوې وکړې.
د کرک د پولیسو چارواکي وايي، په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي.تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په استولي بیان کې د دې برید ذمه واري منلې ده.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان پر پاکستاني ریاست غږ کړی دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې دې قامي تګلاره (نیشنل اېکشن پلان) په بشپړ ډول عملي کړي. هغه د فبرورۍ پر څلورمه نېټه د خیبر پښتونخوا په کرک کې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې ګوند یې له وسلوالو سره د خبرو مخالفت کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاړه چینار یو ولسي مشر لایق حسین د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې هغه ښار ته تلونکې لارې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې تړلې دي چې له کبله یې هلته د خوړو، دواګانو، تېلو او د ورځنۍ اړتیا نورو شیانو زښت کمښت پیدا شوی دی.
د خیببر پښتونخوا حکومت وايي له کورمې سره نېږدې په هنګو ضلع کې د بګن د هغو کډوالو لپاره کېمپ جوړوي چې له روانو پوځي عملياتو کډه کېږي.
د کورمې د پوليسو يوه چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په عملیاتو کې پوځ او سرحدي ځواکونو بګن بازار، ژړینې، سره غوړګۍ او شاوخوا سيمې نيولې دي.
دا احتجاج د جنورۍ پر شپږمه د ځايي خلکو د ټولنې "خټک اتحاد" تر سيوري لاندې وشو. د اتحاد مشر مدثر ايوب وويل، د ضلعې پوليسو ته يې يوه اونۍ وخت ورکړی وو چې کسان بازياب کړي خو د ده په خبره، هغوی و نه توانېدل نو ځکه يې د احتجاج لاره خپله کړه.
د کورمې پاړا چینار ته دوايانې او نور خوراکي توکي وړونکی کاروان هغه وخت ستون شو چې د جنورۍ په څلورمه، بګن سیمه کې نامعلومه کسانو د ډپټي کمشنر په قافله ډزې وکړې او د ډپټي کمشنر په ګډون څلور تنه پکې ژوبل شول.
نور وښیئ