مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د ليدنې پر مهال دواړو خواوو د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیټي همکاریو او د ولسونو ترمينځ د اړیکو د پراخولو په شمول د متقابلې دلچسپۍ پر مهمو موضوعاتو نظرونه تبادله کړل.
د اروپايي ټولنې د پراخوالي چارو کمېشنرې مارتا کاس د اپرېل پر لومړۍ پارلېمان ته د ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشرې کایا کلاس په استازیتوب وینا وکړه.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د ټاکل شوې ضرب الاجل په درشل کې د افغانانو نیونې زیاتې شوي دي.
بیان داراز وايي چې د ای اېم اېف کاري ډله په راتلونکو "۲۸ میاشتو کې" پاکستان ته د اب و هوا بدلون مخنیوي چارو لپاره له خپلو ځانګړو پیسو څخه "د ۱.۳ اربه ډالرو" د پور پر ورکولو سلا شوې ده. دا پور هم د اجراییوي بورډ تایید ته اړتیا لري.
یو اېس اې جي اېم د مارچ پر ۲۴مه تر اورېدنې لږ ساعت مخکې ژمنه وکړه چې ازادې اروپا راډیو ته د کانګرس له تایید کړې بودیجې څخه شاوخوا اووه نیم مېلیونه ډالره ورکوي. دا پیسې د مارچ په لومړیو دوو اونیو کې د راډیو د لګښتونو لپاره وې چې یو اېس اې جي اېم نه وې ورکړې.
د پاکستان اج نیوز او اې ار وای نیوز ټېلېوېژنونو او نورو رسنیو د پولیسو او ضلعي چارواکو په حواله وايي چې وسلوالو د مارچ پر ۲۲مه شپې مهال د نوشکي په غریب اباد کې د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې او څلور سرتېري یې ووژل.
د ایران د حکومت د نوې پالیسۍ تر مخه به غیرقانوني کډوال د درملنې، تعلیم او په کرایه د کورونو اخستو اجازه نلري او له یو شمیر نورو حکومتي اسانتیاو به بې برخې وي.
د مشال او ازادۍ راډیوګانو یوې اورېدونکې هیلې درخواست احمدزۍ پر فېسبوک په یوه لیکنه کې ویلي دي چې دواړه راډیوګانې د خلکو د "د فکرونو روښانه کولو وسیلې" دي.
په موافقه کې مهمه خبره د انرژې د بېخبنا ده. روسیې د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو، چې پکې برېښنا کوټونه، د برېښنا تارونه او ټرانسفرمرونه شامل دي، لویې حملې کړي دي. دا د روسیې د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې په مټ یې اوکرایني ولسي وګړي وېرول غواړي.
اوس داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو مشران د اذربایجان د نګورنو قره باغ سیمې پر سر د دښمنۍ ختمولو لپاره د سولې موافقه لاسلیک کړي. په هغه سیمه کې ارمنیان اوسي او اذربایجان د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې د یوې چټکې حملې له لارې له ارمنیو بېلتونپالو ونیوله.
د ازادې اروپا راډیو سټیفن کېپس په بیان کې ویلي: "دا د امریکا مخالفو تبلیغاتو او سانسور ته د ځای پرېښودو نه دی. موږ باور لرو چې قانون زموږ په حق کې دی او په ټوله نړۍ کې زموږ د ادارې په ختمېدو د زورواکو خوشالي تر وخت مخکې عمل دی."
د ولسمشر ټرمپ تر فرمان څو ساعته وروسته رسنيو د يو اېس اې جي اېم وړاندې کړی هغه ليک خپور کړ چې پکې راغلي چې د ازادې اروپا راډيو تمويلوونکی فنډ، چې کانګرس تصویب کړی دی، ختم شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې "هر دوه ساعتونو کې یوه ښځه د زېږون پر مهال د مخنیوي وړ ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي". د دې شمېرو له مخې افغانستان د ماشوم او مور لپاره د نړۍ یو له مرګونيو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. دا چې ولې داسې ده؟ په دې راپور کې موږ د همدې پوښتنې ځواب لټولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر شپږمه د پلازمینې اسلام اباد په ګډون په یو شمیر ښارونو ۱۹۰ افغان کډوال نیول شوي وو.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيول شوي ول او ۴۵ ورځې بنديان ول، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د مارچ پر درېيمه رسنیو ته ویلي چې دوی د دې باوري کولو لپاره دا مرستې درولې او بیا کتنه ورته کوي چې په حل لارو موندلو کې مرسته وشي.
واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سفر د فبرورۍ پر ۲۸مه له هغه وروسته نیمګړی پاتې شو چې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره یې په سپینې ماڼۍ کې لفظي شخړه وشوه.
پر اوکراین د روسيې د بشپړ یرغل د درې کاله پوره کېدو په تړاو غونډو کې د ګډون لپاره د یو شمېر اروپايي مشرانو تر څنګ د کاناډا اعلا چارواکي هم کیېف ته ورغلي دي.
نور وښیئ