شاهين بونيری د مشال ريډيو لپاره د پاکستان او افغانستان په اړه بېلابېل راپورونه جوړوي.
ټولنې پر اسلام اباد غږ کړی دی چې که له اروپا سره د جي اېس پي پلس له سهولته ګټه پورته کولو ته دوام ورکول غواړي نو د بشري حقونو د دفاع په اړه هغه ۲۷ نړیوال کنوېنشنونه (کنوانسېنونه) بشپړ عملي کړي چې لاسلیک کړي یې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا اسناد نه لرونکو کډوالو ته ورکړل شوی وخت د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدونکی دی.
د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت په بیان کې ویلي دي چې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر ریاض انور پر زده کوونکو غږ وکړ چې د ټولنې اتلان شي او د پولیو رنځ په مخنیوي کې رول ولوبوي.
د وزیراعظم دفتر د اکتوبر پر ۱۸مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې کاکړ او لي د سیپیک پروژو په لړ کې د دوه اړخیزه همکاریو او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړي کولو پر امکاناتو خبرې وکړې.
اسراییلو د اوبو، خوړو او نورو اکمالاتو د لېږد د اجازې ورکولو اعلان پر داسې وخت کړی دی چې د غزې په الاهلي روغتون کې د چاودنې له کبله په ټول منځني ختیځ کې سخته غصه خپره ده او امریکايي ولسمشر جو بایډن په سیمه کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره اسراییلو ته سفر وکړ.
رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د جي ۲۰ هېوادونو په غونډه کې د خپل تقریر پر وخت اعلان وکړ چې هغه دهلېز به هند له اروپا سره د اورګاډي د پټليو او سمندري بندرونو له لارې ونښلوي.
په داسې حال کې چې د پاکستان پارلېمان په ايين کې د ۲۵م بدلون په منظورولو سره پخوانۍ قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا برخه ګرځولي او هلته یې د هېواد اساسي قانون غځولی دی، په شمالي وزیرستان کې د اتمانزيو جرګې د قبايلي دود له مخې پر ځينو کسانو جرمانې لګولي او د ځينو د کورونو ړنګولو پرېکړه یې کړې ده.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی او سیاستوال احمد کريم کونډی وايي چې ګردشي قرضه یو ډول دایرې ته ورته وي ځکه چې پکې حکومت او د بجلۍ د وېش او پیداوار بېلابېلې ادارې د یو بل پوروړي وي.
د دوابې تاڼېدار شاه راز خان مشال راډیو ته وویل چې بریدونه د سېپټېمبر پر ۲۹مه پر داسې مهال شوي دي چې د تاڼې په جومات کې د جمعې تر لمانځه مخکې خطبه روانه وه.
اڅکزي د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه و نه ویل خو رویټرز خبري اژانس د یو پولیس چارواکي منیر احمد په حواله ویلي دي چې ځانمرګي بریدګر هغه مهال له "مدینه جومات" سره نېږدې چاودنه وکړه چې خلک د میلاد مراسمو ته ورغونډېدل.
دا په داسې حال کې ده چې مسلم لیګ (ن) ویلي دي چې شریف په اکتوبر کې پاکستان ته ستنېږي. د سیاسي چارو شنونکې افراسیاب خټک د سېپتېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې نواز شریف د پنجاب د کاروباري طبقې او صنعت کارانو منل شوی مشر دی او له جنرالانو څخه یې هم ۹۵ فیصده پنجابیان دي.
د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر پوتین ویلي چې د شمالي کوریا مشر د راکټونو ټېکنالوژۍ ترلاسه کولو ته لیوالتیا ښوولې او دوی له همدې امله یو ځای شوي چې له پیانګ یانګ سره د سپوږمکۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.
پر ټولنیزو رسنيو يو انځور خپور شو چې پکې یوه ښځه په چادرۍ (برقع) کې پر سړک پرته، له سر سره يې وينې بهېدلې ښکاري او یو پینځه کلن ماشوم ورباندې پروت دی او ژاړي. په هغه انځور کې د ښځې له مړي سره د ماشوم د ښوونځي بسته هم پرته ښکاري.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر پادري ازاد مارشل پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی او پارېدلو کسانو د عیسویانو پر عبادتځایونو بریدونه کړي دي.
په پاکستان کې تر هغې وروسته د وفاقي لنډمهالي وزیراعظم غوره کولو لپاره هڅې روانې دي چې د هغه هېواد ولسمشر محمد عارف علوي د قامي اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک لاسلیک کړ.
د پاکستان پوځي قانون د ۲۰۲۳ز کال ترمیمي مسوده د جولای پر ۲۷مه د دفاعي چارو وزیر خواجه محمد اصف سېنېټ ته وړاندې کړه.
تېر کال په مارچ میاشت کې د کمېشن د مشر ساجد جدون تر استعفا یوشمېر میاشتې وروسته په جولای کې فرح حامد د هغې ادارې نوې مشره ټاکل شوې وه خو د کمېشن د غړو شمېر نه دی پوره شوی.
د سیمه ییزه او سیاسي چارو پوه افراسیاب خټک په دغه اړه بیګا (د جولای په ۲۱مه) مشال راډیو ته وویل چې سیمه د یو نوي ساړه جنګ په لمن کې ده او ویره ده چې راراوانو وختونو کې به امنیتي وضع نوره هم خرابه شي.
په کراچۍ کې د داود کورنۍ او د نورو وژل شویو د خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړی ده. دا راز داود فاونډیشن د جون پر ۲۳مه پر ټویټر د کورنۍ د قرباني شویو غړو عکسونه خپاره کړي او د هغوی په مړینه یې د خفګان څرګندونه کړې
نور وښیئ