د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، په وروستیو کې یې په پاکستان کې د شویو بریدونو په اړه د طالبانو حکومت ته معلومات ورکړي دي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د عیسویانو د کرېسمېس یا اختر تیارۍ روانې دي چې ټاکل شوې د ډېسېمبر پر ۲۵مه ولمانځل شي. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ وګورئ.
د هوا پېژندنې او د روغتیا چارواکي وايي، په دې وروستیو کې د پنجاب د سرښار لاهور هوا ډېره ککړه شوې ده چې له وجې یې ډېری خلک چې ماشومان هم پکې دي، په تنفسي او نورو ناروغیو ا
د هند په ساحلي مشرقي برخه کې راغلي توپان يوشمېر کسان وژلي دي. دغه راز زرګونه کسان خوندي ځايونو ته وړل شوي دي. د رويټرز اژانس ويډيو راپور.
د هند په اتراکنډ ایالت کې تر ۱۷ ورځو وروسته له یوه سرنګه ۴۱ مزدوران ایستل شوي دي. هغه مزدوران د سرنګ د ودانۍ په چارو بوخت ول چې یوه برخه یې ونړېده او هغوی پکې بند پاتې شول. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
بګټي وويل چې د کومو خلکو په وطن کې امن راغلی نو بايد چې اوس ورته ستانه شي."چې کوم خلک له دې کبله پاکستان ته راغلي ول چې د هغوی په ملک کې امن نه شته او اوس چې د هغوی په ملک کې امن راغلی نو خپل ملک ته به ځي او دا هېواد د پاکستانيانو لپاره دی."
په نوي دلي کې خلک مجبوره دي چې د جمنا (یمونا او یمنا هم بلل کېږي) سیند په ناولو اوبو کې دیني مراسم ترسره کړي. هندیان وايي، هغه اوبه د صحت لپاره ښه نه دي، خو بله لاره نه لري. نور تفصیل د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال وايي، له نوي سر نه د ژوند پیلولو چارې ورپغاړه دي. په دوی کې یې ځیني د خپل سباوون په اړه اندېښمن دي خو ځیني بیا هیله لري چې یو ښه ژوند به پیل کړي. په دې اړه نور تفصیل د اې اېف پي په دې ویډيويي راپور کې.
ای اېم اېف وايي، د نیتن پورټر په مشرۍ یې د مامورانو یو پلاوي د نومبر له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې پورې د پاکستان سفر وکړ چې پکې یې د هغه هېواد د اقتصادي او مالي اقداماتو "لومړۍ ارزونې" لپاره له چارواکو سره خبرې وکړې.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ورستنولو د بهیر له پیل راهیسې له ایرانه هم د کډوالو لېږد زیات شوی دی او هره ورځ له درو څخه تر ۴،۰۰۰ پورې افغانان هېواد ته ځي. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د پاکستان لنډمهالي وزیر اعظم وویل چې په تېرو "دوو کلونو کې" یې په هېواد کې "۲،۲۶۷ تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي."
د هند په هریانا ایالت په یو کلي کې د نجونو د پهلوانۍ ښوونځي جوړوونکې وايي چې موخه د ښځو ځواکمنول دي چې په ښه ډول په ټولنه کې خپل رول ولوبوي. د ښوونځي زده کوونکې وايي، پهلوانۍ یې ژوند بدل کړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د امریکا په شېکاګو ایالت کې یوې ۱۰۴ کلنې ښځې له الوتکې څخه د پیراشوټ په وسیله ټوپ وهلی دی. هغه له ځمکې څخه ۱۳،۰۰۰ فوټه پورته له فضا څخه ټوپ وهونکې تر ټولو زیات عمر لرونکې ښځه ده. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
په پاکستان کې له تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې اوسېدونکي افغان کډوال وايي دا اسانه نه ده چې په یوه میاشت کې دننه هغه هېواد پرېږدي. دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان حکومت ویلي دي چې د نومبر تر لومړۍ وروسته به هغه افغانان په زور له هېواده باسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د نومبر تر لومړۍ ڼېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.
د جاپان په ټوکیو کې د لاسي رکشې چلوونکې وايي دا کار یې ځکه پیل کړ چې وښيي چې د سړیو تر څنګ ښځې یې هم کولای شي. سیلانیان هغه لاسي رکشې د ښار لیدو لپاره کاروي چې په مټو او لاسونو یې کش کول خورا زور غواړي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي په دې وروستیو کې د هغوی ژوند ډېر اغېزمن شوی ځکه چې د قانوني اسنادو درلودلو باوجود یې پولیس نیسي. دوی وايي، له وېرې له کورونو نه شي راوتلی ځکه چې د پولیسو لخوا د نیول کېدو وېره ورسره مله ده. په کراچۍ کې د
په برازیل کې د کرنيزو چارو پوه دعوه کوي چې د نړۍ تر ټولو دنګ چرګ له هغه سره دی. دغه تن وايي چې د چرګانو په جېنز کې د بدلون په کولو سره يې د نړۍ تر ټولو غټ چرګان پېدا کړي دي. په دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړی.
په لیبیا کې د سېپټېمبر ۱۰مې طوفان او سېلاب زرګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده او د درنه نوم د یوه ښار یوه لویه برخه یې لاهو کړې ده. چارواکي وايي، تر سېلاب وروسته شاوخوا ۱۰،۰۰۰ تنه ورک دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
نور وښیئ