ژوب کې د نجونو لپاره د کتابتون جوړېدو یو کال پوره شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د نجونو لپاره د ځانګړي کتابتون (لایبررۍ) د جوړېدو یو کال پوره شو. هغه کتابتون د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ واک په مرسته د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه پرانیستل شوی وو. د ژوب نجونه وایي، دا یوازینۍ لایبرري ده چې د هغوی لپاره جوړه شوې ده او هغوی کولی شي هلته کښېني او د کتاب د لوست ترڅنګ پر ادبي او تعلیمي موضوعاتو بحثونه هم وکړي. د کتابتون چلوونکي وايي، اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ کتابونه لري. په دې اړه نور معلومات په تاندې هیلې خپرونه کې درکوو چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.