چین امریکايي بندیزونه په کورنیو چارو کې مداخله بللې

امریکا د چین پر لوړ پوړو چارواکي بندیزونه لګوي

د چین حکومت ویلي، پر لوړ پوړو چارواکو یې امریکايي بندیزونه په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د چین په سینکیانګ کې د بشري حقونو سرغړونو په تور پر لوړ پوړو چینايي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د چین بهرنیو چارو د وزارت ویاند لیژیان ژاو د جولای پر نهمه خبریالانو ته ویلي دا بندیزونه به دوه اړخیزه اړیکې ډېرې اغېزمنې کړي.

د چین او امریکا ترمنځ اړیکې د کورونا وایرس وبا او په هانګ کانګ کې د چین د ملي امنیت د لانجمن قانون نفاذ پر سر خرابې شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت د جولای پر نهمه په یوه بیان کې وویل چې پر درېو چینايي چارواکو يې امریکا ته پر ورتګ بندیز لګولی او په امریکا کې یې د هغوی شتمنۍ کنګل کړې دي.

په دوی کې په سینکیانګ کې د کمیونسټ ګوند مشر هم شامل دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په هانګ کانګ کې د بشري حقونو او جمهوریت خرابېدونکې وضعې له کبله د چین پر وړاندې د ګامونو پورته کولو اعلان کړی دی.