پکتیا: د انجینري پوهنځي محصلانو خپل جوړ کړي موډلونه نندارې ته ايښي

د انجنیري پوهنځي رییس پوهنیار حمیدالله صدیقي وايي، د انجینري مسلک اړوند د دې موډلونو دا نندارتون د محصلانو د علمي او فکري پیاوړتیاوو ښې بیلګې دي.

دا موږ ته د محصلانو د علمي او فکري غوړیدا پیغام راکوي: د انجنیري پوهنځي رییس پوهنیار حمیدالله صدیقي

د چارواکیو په وینا د پکتیا پوهنتون د افغانستان په پنځو غورو پوهنتونونو کې حساب شوی دی.

د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځي د سیول، مهندسی او برښنا د څانګو محصلانو د خپلو تحصیلي پروژو ډیزاینونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

پدې موډلونو کې اسمانڅکې ودانۍ هم نندارې ته وړاندې شوې دي 

پدې موډلونو کې مجللې ودانۍ، ښارګوټي، د اوبو بندونه، بادي برښنا، پلونه، د اوبو ذخیرې، امنیتي ټاورونه او کرنیز ماشینونه شامل د

یوه عصري وداني

هره نمونه یې په زړه پورې ده

دنګې ودانۍ 

د ځغل ګاډی

د پکتیا پوهنتون یو تن استاد خالد حبیب مشال راډیو ته وویل، دا نوښتونه د محصلانود مسلکي وړتیاوو په لوړولو او فکري پرمختیا کې ګټور تمامیږي.
د ده په وینا، لدې مخکې د حقوقو پوهنځي محصلانو د قضاء او دیپلوماسۍ په برخو کې په زړه پورې مسلکي نمایشات درلودل او اوس د انجینري پوهنځي محصلانو دلته ډېر عالي موډلونه نندارې ته ايښي.

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی هم د انجنیري پوهنځي محصلانو دا نوښتونه او فکري وړتیاوې وستایلې او هیله يې وښوده، چې پر پوهه او علم سمبال ځوان نسل به د هېواد جوړونې په بهیر کې ښه ونډه واخلي.

د ماډل ودانیو ننداره