روژه د زغم میاشت ده خو خلک ولې بې حوصلې کېږي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سره له دې چې روژه د برداشت، زغم او همدردۍ میاشت ده، په دغه میاشت کې په ټولنه کې زغم نور هم راکم شي او د خلکو تر مېنځ د جنګ جګړو یا ښځو او ماشومانو پر ضد د تشدد پیښې زیاتې رامنځ ته کیږي. ایا د پښتنو په ټولنه کې د زغم یا برداشت د ودې لپاره ولسي او کلتوري اصلاحاتو ته اړتیا ده؟ دا اوونۍ د کرښې په غاړه خپرونه کې موږ په دې بحث درلودلو.