پښتانه او موسیقي: د پښتنو پر خاوره د ساز او اواز مزل ته کتنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډیو په نوې اوونیزه خپرونه سازونه زنځیرونه کې د پښتو موسیقۍ مزل ته کتنه کوو. په خپرونه کې د هغو سندرغاړو او موسیقارانو کیسې اورئ چې د خپل هنر له وجې له ګواښونو، بندیزونو، محدودیتونو او ان له بریدونو سره مخامخ شوي دي. په لومړۍ خپرونه کې د پښتنو او د موسیقۍ ترمینځ پر تړاو او تړون او د پښتنو پر خاوره د ساز او اواز پر مزل بحث شوی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.