پاکستان جمهوري غورځنګ وايي د حکومت ضد نوې تګلاره جوړوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) ویلي دي چې ژر د حکومت پر وړاندې نوې تګلاره جوړوي او پرځوي یې. د اپوزیشن د یو شمېر ګوندونو د غورځنګ مشرانو د جولای پر څلورمه په سوات کې جلسې ته وویل چې د عمران خان په مشرۍ حکومت غیر جمهوري دی او اقتصادي تګلاره یې ناکامه ده. د پاکستان انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې شوي انتخابات راڼه او منصفانه ول چې له لارې یې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اېتلافي حکومت په جمهوري ډول واکمن شو. د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په سوات کې د پاکستان جمهوري غورځنګ جلسه ناکامه بللې او وايي، د سیاستوالانو د درغلیو د تورونو پلټنو او ورسره د احتساب بهیر به روان وي. ویډیويي رپورټ.