"واک" غورځنګ بلوچستان کې غونډې جوړوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

"واک" د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو د ژغورنې غورځنګ دی، چې اوس د بلوچستان یو شمېر پښتون مېشتو سیمو ته هم وغځېد، او هلته خپلې څانګې او یو شمېر ښځینه غړې لري. واک تحریک دوه کاله وړاندې جوړ شوی وو چې اوس په پېښور، کوټه او کابل کې څانګې لري، او ګڼې ښځې او نجونه ورسره مل دي. د واک د مشرانو په وینا، دوی په پښتنه ټولنه کې د ښځو د سیاسي پوهې، د دوی پر حقونو، د سیمې پر حالاتو او ټولنیزو مسلو پشمول پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه او غونډې کوي. د تاندې هیلې د دې اوونۍ په خپرونه کې د واک غورځنګ د بلوچستان څانګې د غړو خبرې اورئ.