هندیو بزګرانو یو کلنه احتجاجي ناسته وځنډوله

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هند لسګونه زره بزګرانو په نوي دلي کې خپله یو کلنه احتجاجي ناسته پر داسې مهال ځنډولې چې حکومت ورته د مالي مرستو د دوام او نورو غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړ. دا مظاهره کوونکي د هند له بېلا بېلو برخو پلازمېنې ته ورغلي ول او د هغو درې قوانینو ضد یې پرلت وهلی وو چې حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د زراعت د عصري کولو او د بزګرانو د ګټو پراخوالي په موخه جوړ کړي ول خو بزګرانو ویل چې د قوانینو موخه د کرنې څانګې واک شخصي شرکتونو ته سپارل او له کروندګرو سره حکومتي مرسته ختمول دي. د بزګرانو مشران وايي، د ډېسېمبر پر ۱۱مه په نوي دلي کې د بریا تر لاریون وروسته خپلو کورونو ته ستنېږي. نور د رویټرز اژانس له بېلا بېلو ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.