د مزدورۍ په پيسو سندرې جوړوم: ضياالدين ضيا

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د سوات د مېنګورې يو سندرغاړی ضياالدين ضيا دی. نوموړی هلته په سبزي منډیۍ کې د خپل کار روزګار ترڅنګ هنر ته هم وخت ورکوي. ضيا وايي، کمې سندرې ځکه خپروي چې د اډيو او وېډيو خرچې يې نه شي پوره کولی. د ضیا د ژوند او هنر په اړه خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.