سیګار: طالبان روغتیایي کارکوونکي تښتوي او په زور ورباندې د خپلو وسله والو درملنه کوي

ارشیف، اوروزګان کې یو شمېر طالب وسله وال پر موټر سایکلو سپاره لیدل کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا عمومي پلټونکي (سیګار) ویلي چې طالبانو په پرله پسې ډول د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر روغتیایي مرکزونو او کار کوونکو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

سیګار د مې په ۱۹مه پر ټوېټر ولیکل چې طالبان روغتیایي کارکوونکي تښتوي او هغوی په زوره د خپلو وسله والو لپاره روغتیایي خدماتو او درملو برابرولو ته اړ باسي او یا هم ورڅخه پیسې غواړي.

سیګار د یوناما هغه اټکل ته اشاره کړې چې وایي، د امنیتي ملحوظاتو له امله د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدل تر درې مېلیونه پورې افغانان له اړینو روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د سیګار دې څرګندونې ته غبرګون نه دی ښوولی.

سیګار وایي، امریکا تر اوسه د افغانستان د روغتیا له څانګې سره ۱،۶ اربه ډالره مرسته کړې ده.

تر دې وړاندې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر روغتیایي کارکوونکو د قصدي بریدونو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې او ویلي یې ول چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام به مېلیونونه افغانان له روغتیایي خدمتونو محروم کړي.