د خېبرپښتونخوا سيکانو ژوند څنګه خوندي کېدای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې د دوو سيکانو تر وژل کېدو وروسته دا بحثونه راپورته شوي چې د دې مذهبي اقليت ژوند څنګه خوندي کېدلی شي. په همدې اړه د کرښې په غاړه خپرونه کې د سیکانو استازو، ديني عالمانو او چارواکو بحث لرو.
د سيکانو د مشرانو په وینا دا مهال په پېښور کې د سيکانو خواوشا ۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي. په سيکانو د وروستيو بریدونو تر شا څه دي او حکومت یې د مخنیوي لپاره کوم ګامونه پورته کوي؟ نن پرې د کرښې په غاړه خپرونه کې بحث کوو. په خپرونه کې راسره د لږکیو استازي، حکومتي چارواکي او د بشري حقونو فعالان برخه اخلي.