له افریقايي هېواد سوډانه د پوځي کودتا راپورونه راغلي او ویل کېږي چې پوځ وزیراعظم عبدالله حمدوک او د کابینې یوشمېر غړي نیولي دي.
د سوډان د اطلاعاتو وزارت د اکتوبر ۲۵مې پر سهار په یوه بیان کې وویل، حمدوک تر هغې وروسته ونیول شو چې د پوځي کودتا له ملاتړه یې ډډه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتېرش د سوډان د وزیراعظم او ټولو هغو چارواکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې چې پوځ د کودتا پر مهال نیولي.
ګویتېرش پر ټوېټر لیکلي دي چې دی "پوځي کودتا غندي" او د وزیراعظم عبدالله حمدوک او ټولو چارواکو د "سمدستي خوشې" کېدو غوښتنه کوي.
د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وولکر پرتېس وویل چې په هغه هېواد کې د سیاسي انتقال د بهیر د زیانمنولو لپاره د کودتا راپورونو زښت اندېښمن کړی دی.
امریکا هم پر کودتا اندېښنه ښوولې.
د افریقايي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دفتر پر ټوېټر د هغې سیمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېفري فېلټمن له خولې لیکلي دي چې دا کودتا د سوډان د اساسي قانون له اصولو او د خلکو د ډېموکراټیکو هیلو څخه سرغړونه ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل هم پر ټویټر ولیکل چې د یوشمېر وزیرانو د نیول کېدو تر خبرونو وروسته په هغه افریقايي هېواد کې وضعیت په "ژوره اندېښنه" څاري.
نوموړي پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې سمدستي دې وزیراعظم نور ګرفتار چارواکي خوشې کړي.
#Sudan: Security forces have to immediately release those they have unlawfully detained. Actions of the military represent a betrayal of the revolution, the transition, and the legitimate requests of the Sudanese people for peace, justice and economic development.#AUEU https://t.co/sd1I54d3Zn
— Josep Borrell Fontelles (@JosepBorrellF) October 25, 2021
په سوډان کې ګډوډي د دوشنبې (ګل) پر ورځ هغه مهال پیل شوه چې ناپېژانده وسله والو د هغه هېواد ملکي وزیراعظم عبدالله حمدوک په کور کې محاصره کړ.
راپورونه وايي، د کابینې څلور نور وزیران، د حاکمې حکومتي شورا یو ملکي غړی، څو والیان او د ګڼو ګوندونو مشران هم بندیان شوي دي.
د سوډان پوځ تراوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوولی.
د سوډان پلازمېنې خرطوم ته غځېدلې لارې هم د ټرافیکو پر مخ بندې شوې دي او دولتي ټېلېوېژنونه حماسي سندرې خپروي.
په عین وخت کې راپورونه وايي، د سوډان ډېموکراسۍ پلوې ټولنې له خلکو غوښتي چې د حاکمې شورا پروړاندې د یوې احتمالي کودتا د مخنیوي لپاره سړکونو ته ورووځي.
پوځ په ۲۰۱۹ز کال کې د یوه ولسي پاڅون په پایله کې د سوډان پخوانی ولسمشر عمر البشیر ګوښه کړ او له هغه راهیسې هغه هېواد د یوې ګډې شورا چې له پوځي او ملکي کسانو جوړه ده، اداره کېږي.
د راپورونو په حواله د واکمنې شورا د پوځي او ملکي غړو ترمنځ کړکېچ پراخه شوی دی.