د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشرانو د قطر په پلازمینه دوحه کې په دویمه ورځ په ناسته کې د افغانستان سولې په اړه خبری کړي دي.
د طالبانو ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر۱۷مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "دواړو مذاکراتي ډلو د جنورۍ پر۱۶مه او ۱۷مه ګټه ورې خبرې کړي دي."
(1/1)دافغانستان د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر دمشر محترم ملا برادر آخند تر مشرۍلاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم د ډاکتر خلیلزاد په مشرۍ د امریکې د مذاکراتي ټيم سره غونډه کړې، د توافقنامې دلاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) January 16, 2020
نوموړی زیاته کړې چې دواړه لوري د یوې لوظنامې په لاسلیک کولو خبرې کوي خو په دغه اړه يې نور مالومات نه دې شریک کړي.
د امریکايي چارواکو لخوا لا په دې اړه څه نه دې ویل شوي خو رویټرز ته دوو امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې طالبان به له امریکا سره د ۱۰ ورځو اوربند له افغان ځواکونو سره د تشدد پېښو راکمولو او له امریکا سره د لوظنامې وروسته له افغان حکومت سره د مذاکراتو په اړه یوه لوظنامه لاسلیک کوي.
د افغانستان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د جنورۍ پر۱۶مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اوربند د وږدمحاله او باعزته سولې یوازینې لاره ده.