خلک مې د سندرو صوفيانه رنګ خوښوي: علي بابا خان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

علي بابا خان د پېښور يو ځوان او تعليم يافته سندرغاړی دی. دی وايي، په ۲۰۱۵ز کال کې يې د غني خان يو شعر ووايه او ولس د يوه سندرغاړي په توګه ومانه.
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ خپرونې مېلمه مو سندرغاړی علي بابا خان دی. ده خپلو سندرو ته صوفيانه رنګ ورکړی او وايي، دا هڅه يې خلکو خوښه کړې ده. علي بابا خان د پېښور يو ځوان او تعليم يافته سندرغاړی دی. دی وايي، په ۲۰۱۵ز کال کې يې د غني خان يو شعر ووايه او ولس د يوه سندرغاړي په توګه ومانه. نوموړی پر پښتنو سندرغاړو غږ کوي چې د خپلو سندرو د خپراوي لپاره له انټرنېټه استفاده وکړي او پیسې وګټي. د علي بابا خان دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.