د زیارت پرلتوال د لېویز ځواک سرتېرو مړي خاورو ته سپاري

پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې له زیارت او هرنايي څخه د اېف سي ځواک سرتېري وباسي - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۲۹مې انځور.

د بلوچستان په زیارت کې پرلتوال وايي، په بمي برید کې د وژل شویو لېویز سرتېرو مړي خاورو ته سپاري خو احتجاج ته دوام ورکوي.

دا احتجاجي پرلت تر هغه وروسته پیل شو چې د اګست پر ۲۶مه د زیارت ماڼګې ډیم ته نېږدې د سړک غاړې بم په چاودنه کې د لېویز ځواک درې سرتېري محمد زمان کاکړ، مدثر حسین او زین الله کاکړ ووژل شول.

د زین الله کاکړ ورور مزمل خان د سېپټېمبر پر پینځمه مشال رېډیو ته وویل چې د محمد زمان کاکړ مړی د سېپټېمبر پر شپږمه درې بجې د زیارت په زرنده سیمه، او د مدثر حسین او زین الله کاکړ مړي به پر پينځو بجو په ماڼګې سیمه کې خاورو ته سپاري. "د پرلت کمېټۍ د نواب ایاز خان جوګیزي په مشرۍ کې پرېکړه وکړه چې مړي به خاورو ته سپارل کیږي او پرلت به هم دغسې روان وي. د پرلت کمېټۍ په اعلان به د کمېټۍ غړي [د سېپټېمبر پر اتمه] یو ځل بیا غونډېږي او خپله تګلاره به ټاکي."

پرلتوالو په بلوچستان کې د سېپټېمبر پر درېیمه احتجاجي مظاهرې، د سېپټېمبر پر څلورمه یې کاربندیز او تر هغې یوه ورځ وروسته یې پهیه جام هړتال وکړ.

د سېپټېمبر پر پینځمه په پېښور کې هم د بلوچستان د زيارت د پرلتوالو په ملاتړ کې مظاهره وشوه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړو او پلویانو او د قبایلي ضلعو یو شمېر زده کوونکو د پېښور د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاج کې وویل چې که د زیارت پرلتوال د اسلام اباد پر لوري لاریون کوي نو دوی به هم ورسره ملګري کېږي.

د احتجاج غږ د پرلت مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ نواب اياز خان جوګيزي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه کړی وو.

پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې د پېښي د ازادو پلټنو تر څنګ له زیارت او هرنایي څخه د اېف سي ځواک سرتېري وباسي.

بلوڅ بېلتونپاله ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي پر لېویز سرتېرو د بمي برید ذمه واري منلې وه، خو پرلتوال ادعا کوي چې د دوی په سيمه کې "د ناامنیو سرچينه" د اېف سي ځواکونه دي. خو د بلوچستان حکومت دا تورونه رد کړي او اېف سي یې په صوبه کې د امنیت ساتونکی ځواک بللی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزير ضیا الله لانګو د اګست پر ۲۸مه نېټه له پرلتوالو سره ليدلي ول او ويلي يې ول چې وژل شوي لېويز سرتېري د حکومت شتمني وه او د هغوی د وژونکو د ګرفتارۍ ژمنه یې کړې وه.

پرلتوالو له حکومت سره د خبرو او د احتجاج د نظم او راتلونکې لپاره د نواب ایاز جوګيزۍ په مشرۍ يوه کمېټۍ هم جوړه کړې ده.

حکومت د پرلتوالو له کمېټۍ سره مذاکرات کړي چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.