په خوست کې د کتابونو پېر او پلور کم شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د یوشمېر نورو برخو په څېر په خوست کې هم د کتابونو اخیستل او خرڅلاو کم شوی دی. کتاب پلورونکي او فعالان وايي، د دې یو لامل د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د پوهنتونونو او ښوونځیو مسلسلې رخصتۍ او د اګست په نیمايي کې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ راهیسې پر راتلونکې د ځوانانو د باور کمېدل دي. خو طالب چارواکي وايي، په خوست کې د کتاب لوست زیاتولو هڅې کوي او په دې لړ کې یې پروګرام جوړ کړی دی. ویډیويي رپورټ.