افغان کډوال بوسنیا کې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بوسنیا کې په زرګونه ناقانونه کډوال ژوند کوي چې زیاتره یې په کیمپونو کې دي خو ځینې د کروېشیا پولې ته نېږدې په شاړو کورونو کې اوسي. په کډوالو کې زیاتره افغانان دي چې وخت په وخت د کروېشیا له لارې غربي اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي خو کروېشیايي چارواکي یې بوسنیا ته ستنوي. د دې کډوالو د ژوند حال د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.