الجزایر کې ځنګلي اور لږ تر لږه ۶۹ کسان وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د الجزایر ولسمشر عبدالماجد تېبون په ځنګلي اور کې د وژل شویو په غم کې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی. دا اور چې د نهې (سې شنبې) پر ورځ لګېدلی، د اګست تر ۱۲مې یې د وژلو هڅې روانې وې. د هغه هېواد دولتي خبري اژانس اې پي اېس وايي، په اور کې لږ تر لږه ۶۹ کسان وژل شوي چې پکې هغه ۲۸ پوځیان هم شامل دي چې له خلکو سره یې بیړنۍ مرستې کولې. نور د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.