د نړۍ مشرانو اسراییلي مشر ته پیرزوینې وړاندې کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نړۍ مشران په بیت المقدس کې راټول شوي ول چې د اسراییلو مشر شمعون پېرېز ته پیرزوینې وړاندې کړي. نوموړی په دولتي مراسمو کې د جعې په ورځ خارو ته وسپارل شو. نوموړی د ۹۳ کلونو په عمر د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه ومړ. له فلسطیانیانو سره د تاریخي سولې تړون پر سر شمعون ته په ۱۹۹۴م کال د امن نوبېل جایزه ورکړل شوه. د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو پر دې مهال وویل، پېرېز د هیلې میراث شات پرېښود. د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پېرېز په ستاینه کې وویل چې هغه له ټولو وګړيو سره د برم او درنښت چلند کړی. د ریوټرز او اې پي ویډيو