زېلېنسکي وايي که امریکا او ملګري یې د امنیت ډاډ ورکړي انتخاباتو کولو ته تیار دی

اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي خپله د انتخاباتو اراده لري - د ډېسېمبر څلورمې انځور.

اوکراینی ولسمشر وايي، که امریکا او ملګري یې د امنیت ضمانت ورکړي نو د جګړې پر مهال هم په خپل هېواد کې انتخاباتو کولو ته چمتو دی.

وولودیمیر زېلېنسکي د ډېسېمبر پر نهمه په اېټالیا کې خبریالانو ته وویل، شخصاً دې کار ته اراده او چمتووالی لري.

نوموړي دا څرګندونه پر داسې وخت کړې چې سپینه ماڼۍ پر کییف د ټاکنو ټینګار کوي.

پولېټیکو رسنۍ د ډېسېمبر پر نهمه د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ مرکه خپره کړه چې پکې نوموړي ویلي، د اوکراین اساسي قانون د جګړې پر مهال د انتخاباتو اجازه نه ورکوي، خو پر دې سربېره وخت راغلی چې هلته ټاکنې وشي.

ټرمپ تر دې مخکې هم په اوکراین کې د انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

د اوکرایني اساسي قانون (ایین) له مخې، د پوځي قانون (مارشل لا)، چې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر هغه هېواد د روسیې له پراخې حملې راهیسې نافذ دی، له کبله انتخابات نه شي کېدای.

پر دې سربېره چې په اوکراین کې په وروستي ځل په ۲۰۱۹ز کال کې پارلېماني او د ولسمشرۍ انتخابات شوي ول او ځینې خلک بدلون غواړي، خو نظر پوښتنې ښيي چې ډېری اوکراینیان د جګړې پر مهال د انتخاباتو کېدو پلویان نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر دویمه روسیو او امریکايي چارواکو د اوکراین د سولې په اړه بحث وکړ خو کومې نتیجې ته و نه رسېدل.

هغه خبرې د اوکراین او روسیې د شخړې د هواري لپاره د ولسمشر ټرمپ د "سولې پلان" په اړه شوی دی.

د کیيف ملګري د ۲۸ نکتو لرونکې هغې "لانجمنې طرحې" په اړه وايي چې هغه تر ډېره د روسیې په ګټه ده. د برېتانیا، فرانسې او جرمني په مشرۍ د اوکراین اروپايي ملاتړو د "پلان" په اړه اندېښنه ښوولې ده چې لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی په ډاګه شوی البته ځینې مهمې برخې یې افشا شوې دي.

د دې تړون ډېر شرطونه له کییفه بشپړ رعایتونه غواړي چې پکې د روسيې د ډېرو غوښتنو څرک ښکاري. په هغو کې د اوکراین دونېڅک، لوهانسک او کریمیا سیمې روسیې ته تسلیمول او ورسره د اوکراینیو پوځیانو شمېر محدودول هم شامل دي.