امریکايي چارواکی: د طالبانو حکومت د امریکايي بندیانو په بدل کې د القاعده شبکې یو غړی ازادول غواړي

د افغانستان لپاره د امريکايي سفارت شارژدافېیر ډان براون ـ انځور له ارشيفه

یو لوړپوړی امریکايي چارواکی وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امريکايي بنديانو د خوشې کولو په بدل کې د القاعده شبکې يو غړی خوشې کول غواړي.

د افغانستان لپاره د امريکايي سفارت شارژدافېیر (ناظم الامور يا چارسمبالي) ډان براون د فبرورۍ پر ۱۸مه پر اېکس په بيان کې تور پورې کړ چې طالبان له امريکا او نورو هېوادونو سره په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

براون له خپل بیان سره د فبرورۍ د ۱۲مې د يوې خبرپاڼې لېنک (تړونی) هم ورکړی چې پکې راغلي دي چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازي ويلي طالبانو د يوې وسلوالې ډلې د تاکتيکونو د کارولو په شان غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د امريکايي بندیانو په بدل کې له ګوانتانامو څخه د القاعده شبکې يو غړی خوشې شي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې طالبان بايد په مذاکراتو کې د بندیانو له حالته ناوړه ګټه اخیستل بند کړي.

طالبانو لا د بروان د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

د طالبانو حکومت البته تېر کال په سېپټېمبر او تر دې مخکې په مارچ کې دوه امریکايي وګړي د زندانیانو د تبادلې په بهیر کې خوشې کړي ول.

د امریکا حکومت وايي چې محمود شاه حبیبي هم د طالبانو په بند کې دي. نوموړی د افغانستان تابعيت هم لري او په تېر جمهوري حکومت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وو. خو د طالبانو حکومت د حبیبي نیول او زنداني کول نه تاییدوي.