امریکايي کانګرس پر سوریې د بندیزونو بشپړ ختمول تایید کړي دي

د سېنېټ غړو د دفاعي بودیجې تاییدولو ترڅنګ پر سوریې بندیزونه هم لیرې کړل - د ډېسېمبر ۱۰مې انځور.

د امریکايي کانګرس د استازو تر جرګې وروسته سېنېټ هم پر سوریې (شام) د هغو بندیزونو "بشپړ لیرې" کول تایید کړي چې د پرځول شوي ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال ورباندې لګول شوي ول.

رویټرز او د فرانسې خبري اژانس وايي، د امریکا سېنېټ د ډېسېمبر پر ۱۷مه د ۲۰۲۶ز مالي کال لپاره د دفاعي بودیجې مسودې منظورولو پر شام لګېدلي "سخت بندیزونه" هم لیرې کړل چې ورسره په هغه جګړه ځپلي هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

تر دې یوه اونۍ مخکې د استازو جرګې د ۹۰۰ اربه (مېلیارده) ډالرو دفاعي بودیجه تایید کړې وه چې پکې پر سوریې د بندیزونو ختمولو مسوده هم شامله وه.

د فرانسې خبري اژانس وايي، تر دې مخکې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ترکیې او سعودي عرب په غوښتنه دوه ځلې پر سوریې بندیزونه ځنډولي ول.

انقره او ریاض د شام د لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع، چې پخوا د یوې وسلوالې ډلې قومندان وو، سیمه ییز ملاتړي دي.

نوموړي هم پر سوریې د بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کړې وه.

دمشق د امریکايي کانګرس د پرېکړې هرکلی کړی دی او دا یې د یو مهم بدلون په توګه یاده کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس د ډېسېمبر پر ۱۸مه د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني له خولې ویلي دي چې د امریکا د "سېنېټ مننه او قدرداني" کوي او دا اقدام یې د هېواد او "نړۍ ترمینځ د همکاریو او شراکت نوې لارې" پرانیزي.

پر شام د بندیزونو ختمولو قانوني مسوده د ۲۰۲۵ز کال د جون په پای کې د کانګرس استازو جرګې ته وړاندې شوې وه.

د الشرع په مشرۍ د هیت تحریر الشام ځواکونو د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پر اتمه تر سختو نښتو وروسته د پخواني ولسمشر بشار الاسد رژیم ړنګ کړ او د هغه د کورنۍ ۵۰ کلنه واکمني یې ختمه کړه.

بشار الاسد تر خپل پلار حافظ اسد وروسته د ۲۰۰۰ز کال په جولای کې واک ته ورسېد او د ۲۰۲۴ز کال تر ډېسېمبر پورې د سوریې ولسمشر وو. د هغه په واکمنۍ کې سوریه له ۱۳ کلنې شدیدې کورنۍ جګړې تېره شوه.

د بشري حقونو د څار بېلابېلې ډلې وايي، په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل څخه د ۲۰۲۵ز کال تر مارچ پورې لږ تر لږه ۶۵۰،۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

امریکا د جګړې له پیلېدو راهیسې پر شام څو ځلې بندیزونه ولګول او په وروستي ځل د سختو بندیزونو مسوده په ۲۰۱۹ز کال کې کانګرس تایید کړې وه چې د ولسمشر ټرمپ په لاسلیک په قانوني بڼه نافذه شوې وه. تر دې وروسته بیا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د دفاعي بودیجې مسودې لاسلیکولو پر مهال پر شام هغه بندیزونه تر پینځو نورو کلونو غځولي ول.

د بندیزونو د ختمولو تر اقدام مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر اوومه احمد الشرع د نړیوالو ترهګرو د بندیزونو له نوملړه لیرې کړ. واشنګټن د شرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده، د ګرفتارۍ یا وژلو پر سر ۱۰ مېلیونه ډالره انعام اعلان کړی وو. نوموړي د نومبر پر ۱۰مه په سپینه ماڼۍ کې له امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره ولیدل.

امریکا او اروپايي ټولنه د الشرع په مشرۍ د حکومت ملاتړ کوي او ورسره یې په بیارغونه او نورو برخو کې د مرستو ژمنه هم کړې ده.