هیلري کلېنټن د ډېموکراټ ګوند نوماندي ومنله

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

هیلري کلېنټن د امریکا لومړۍ ښځه شوه چې په رسمي توګه یوه ګوند د ولسمشرۍ نومانده کړه. نوموړې د پنجشنبې پر شپه د ډېموکراټ ګوند غونډې ته په وینا کې وویل، که ولسمشره شوه نو د دېوالونو پر ځای به اقتصاد جوړوي، په میلیونونه کډوالو ته به د امریکا وګړیتوب ورکولو لارې برابروي او پر هېڅ مذهب به بندیز نه لګوي.