د مالېزیايي الوتکې د پېښې مړي خارکیف ته ورسول شول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اوکراین په ختیځ کې د مالېزیايي (ملاېشیايي) الوتکې قربانیانو جسدونه په رېل ګاډي کې خارکیف ښار ته رسول شوي دي. په اورګاډي کې یخچالونه (فرېجونه) دي چې پکې د وژل شویو ۲۸۰ جسدونه ایښودل شوي دي. د الوتکې د پرېوتو په پېښه کې ۲۹۸ کسان وژل شوي ول. خارکیف د اوکراین حکومت تر واک لاندې دی. دا مړي به له دې ځایه د هالینډ پلازمېنې امستردام ته وړل کېږي. نور په ویډیو کې.