د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام په دویم پړاو کې نن درې سیالۍ روانې دي.
د جنورۍ پر ۲۶مه افغانستان له سري لنکا، بنګلادېش له انګلستان (انګلینډ) او سکاټلینډ له امریکا سره سیالۍ لري.
ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۲۷مه د پاکستان او نیو زیلینډ او د هند او زېمبابوې د ۱۹ کلنو لوبډلې د یو ورځني (۵۰ اووره) نړیوال جام په ترڅ کې یو بل ته مخامخ شي.
د زېمبابوې او نمېبیا په کوربه توب د نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ پر ۱۵مه پیل شوې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر شپږمه د زېمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې ترسره شي.
د ۲۰۲۴ز کال نړیوال جام اسټرالیایۍ لوبډلې ګټلې وو.