افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام نيمه يايلوبې (سېمي فاينل) ته وتلی دی.
د جنورۍ پر ۳۰مه د زېمبابوې په هرارې کې د غوراوي پړاو په يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره سيالۍ کې افغانستان د ايرلينډ خلاف لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې يې د اووه لوبغاړو په زيان ۳۱۵ منډې وکړې.
د افغانستان فيصل شينوزاده ۱۶۵ او محبوب خان ۸۹ منډې وکړې، خو نور لوبغاړي سم و نه لوبېدل.
په ځواب کې د ايرلينډ ټول لوبغاړي د ۱۸۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل او ټاکل شوی هدف يې ترلاسه نه کړ.
بلخوا د زېمبابوې په بولاوايو کې د غوره پړاو په بله سيالۍ کې د انګلينډ (انګلستان) لوبډلې نيو زيلينډ ته په ۶۵ منډو ماتې ورکړه او د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام نيمه يايلوبې ته ووته.
تر دې وړاندې، د اسټراليا لوبډلې لا وار دمخه د هغه جام نيمه پايلوبې ته وتلې ده.
ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۳۱مه د بنګلادېش او زېمبابوې او د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پاکستان او هند د ۱۹ کلنو لوبډلې د یو ورځني (۵۰ اووره) نړیوال جام د غوراوي پړاو په ترڅ کې یو بل ته مخامخ شي.
د زېمبابوې او نمېبیا په کوربه توب د نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ پر ۱۵مه پیل شوې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر شپږمه د هرارې په لوبغالي کې ترسره شي.
د ۲۰۲۴ز کال نړیوال جام اسټرالیایۍ لوبډلې ګټلې وو.