د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام په دویم پړاو کې د اسټرالیا او وېسټ انډیز لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې دی.
د جنورۍ پر ۲۸مه د زېمبابوې په هرارې کې د سیالۍ پچه وېسټ انډیز وګټله او لومړی یې اسټرالیا ته د توپوهنې (بیټېنګ) بلنه ورکړه.
تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان نیو زیلینډ ته په اتو وېکټو او د هند تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډلې زېمبابوې ته په ۲۰۴ منډو ماتې ورکړه.
د جنورۍ پر ۲۶مه سري لنکا افغانستان ته، انګلستان (انګلینډ) بنګلادېش ته او امریکا سکاټلینډ ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۲۹مه د جنوبي افریقا او سري لنکا د ۱۹ کلنو لوبډلې د یو ورځني (۵۰ اووره) نړیوال جام په ترڅ کې یو بل ته مخامخ شي.
د زېمبابوې او نمېبیا په کوربه توب د نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ پر ۱۵مه پیل شوې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر شپږمه د هرارې په لوبغالي کې ترسره شي.
د ۲۰۲۴ز کال نړیوال جام اسټرالیایۍ لوبډلې ګټلې وو.