انقره کې خونړي ځانمرګي موټر برید ۳۷ تنه ووژل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مارچ په ۱۳مه نېټه ماښام مهال په پلازمېنه انقره کې يوې چاودنې ۳۷ کسان ووژل. د هېواد صحت وزير یې وويل چې د چاودنې ۱۲۰ ټپیان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. وزیر مهمت موزیننوګلو په ټيليوژني خبرو کې وویل چې د سختو ټپیانو له ډلې درې نور کسان وژل شوي دي.