ډونلډ ټرمپ وايي هیواد یې د اروپا او ټولې نړۍ امن ته ژمن دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي له پولېنډ او ناټو سره د دوی اتحاد د دې لپاره اړین دی چې د شخړو مخه ونیسي او دا باوري کړي چې د نړۍ د سترو ځواکونو ترمنځ لانجې بیا اروپا ونه ځپي او هم داسې په ټوله نړۍ کې امن راولي. نوموړي دا خبرې د چارشنبې په ورځ د پولېنډ په پلازمېنه وارسا کې د یاد هیواد له ولسمشر اندرې دودا سره تر لیدو کتو وروسته کړې دي. ولسمشر ټرمپ ویلي چې دوی د روس د ناکرارۍ رامنځ ته کوونکو فعالیتونو په وړاندې له پولېنډ سره په ګډه کار کوي. نوموړي وویل د پولېنډ مننه کوي چې په ناټو اتحاد کې یې خپل مالي مسوولیتونه په سمه توګه سرته رسولي دي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل ، پولېنډ په یو داسې مهم وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی شوی دی چې موږ به خپل ملتونه نه یوازې له ترهګرۍ ژغورو بلکې موږ به د شمالي کوریا له خوا پېښ خطر ته هم ځواب وایو.