د واک سپارلو لپاره د اوباما او ټرمپ لیدنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د روانې اوونۍ لومړنیو کې د امریکا په ټاکنو کې نوي ټاکلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړي د خپل هېواد له ولسمشر بارک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل. د نومبر پر ۱۰مه د ولسشمر دفتر (اوول افیس) کې ټرمپ له اوباما سره تر لیدو وروسته رسینو بې له بیانولو وویل چې دوی پر ګڼو ستونزو وغږېدل. هغه وویل له اوسني ولسمشر سره په لیدو ویاړي. پر دغه مهال اوباما وویل چې د بهرنۍ او کورنۍ تګلارې پر ګڼو موضوعاتو خبرې وشوې، او ویې ویل چې د جنورۍ په ۲۰مه نېټه ریپلیکنو ته د واک سپارلو لپاره خپل ټول وس او مرسته کاروي. د اې پي ویډيو