د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: اېټالیا نیپال ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه

اېټالیايي وروڼه بیټران اینتني موسکا (کیڼ لوري ته) او جسټن موسکا د نیپال پر وړاندې بریال لمانځي - د فبرورۍ ۱۲مې انځور.

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې اېټالیا نیپال ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه.

د هند د ممبۍ په لوبغالي کې د فبرورۍ ۱۲مې د سیالۍ پچه اېټالیا وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

د نیپال ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې په ۱۲۳ منډو وسوځېدل. عارف شیخ ۲۷، روهېت پاودل ۲۳ او اصف شیخ ۲۰ منډې وکړې. د اېټالیا کرېشن کالوګاماګې درې او بېنجمېن مانېنتي دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې اېټالیايي وروڼو بیټرانو اینتني موسکا او جسټن موسکا ټاکلی هدف په ۱۳م اوور کې پوره کړ. اینتني ۶۲ او جسټن ۶۰ منډې وکړې.

دا لومړی ځل دی چې اېټالیا په ۲۰ اووره کرکټ کې برخه اخلي او دا یې لومړۍ بریا وه.

تر دې مخکې هم د فبرورۍ پر ۱۲مه د سري لنکا لوبډلې عمان ته په ۱۰۵ منډو ماتې ورکړه.

د سري لنکا د کیڼدي ښار په لوبغالي کې عمان د فبرورۍ ۱۲مې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

کوربه سري لنکا په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۵ منډې وکړې. کوشال مینډېس ۶۱، پون رتنایکې ۶۰ او داسون شانکا ۵۰ منډې وکړې. د عمان جېتنکمار رامانندي دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د عمان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۲۰ منډې وکړای شوې. محمد ندیم ۵۳ او وسیم علي ۲۷ منډې وکړې. د سري لنکا مهېش تیکشانا او دوشمنتا چمیرا دوه، دوه وېکټې واخیستې.

له دې پرته د ورځې په درېیمه سیالۍ کې د هند او نمېبیا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې د ممبۍ په لوبغالي کې په درېیمه سیالۍ کې وېسټ انډیز انګلستان (انګلینډ) ته په ۳۰ منډو ماتې ورکړه.

د کولمبو په لوبغالي کې د ورځې په دویمه سیالۍ کې اسټرالیا په ۶۷ منډو له ایرلینډه سیالي وګټله.

داراز، د ګجرات د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې د جنوبي افریقا ملي لوبډلې تر سختې سیالۍ وروسته په دویم سوپر اوور کې افغانستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.

د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، برخه اخلي.

ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.